Réserver un·e interprète

پښتو

دا پاڼه هغو کسانو ته ځانګړې شوې ده چې د سویس هېواد په ملي ژبو لږ یا هېڅ نه پوهېږي. دلته به تاسو د شفاهي ژباړې (ترجماني) او د کاریتاس د Se Comprendre خدمت په اړه معلومات ومومئ. همدارنګه، د اړیکې فورمې له لارې کولای شئ خپلې پوښتنې یا هم نظرونه په خپله ژبه په مستقیم ډول موږ ته راولېږئ.

illustration
illustrations

د اړیکې فورمه

موږ چمتو یو چې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایو، نور معلومات درکړو، یا ستاسو خبرې واورو که کومه ناسته ستاسو د تمې مطابق نه وي ترسره شوې.

ستاسو پیغام به د Se Comprendre خدمت له خوا په بشپړ محرمیت سره وڅېړل شي. ستاسو نوم او شخصي وضعیت به له نورو کسانو (لکه ژباړونکو) سره نه شریکېږي، مګر که تاسو په څرګنده توګه اجازه ورکړئ. تاسو به د اوو (۷) کاري ورځو په موده کې ځواب ترلاسه کړئ.

د ژباړونکي رول

ژباړونکی د دې لپاره وي چې ستاسو او مسلکي کارکوونکو ترمنځ خبرې وژباړي. که اړتیا وي، دوی کولای شي د ښه پوهېدو لپاره اضافي معلومات، په ځانګړي ډول کلتوري معلومات، هم وړاندې کړي. ژباړونکي مکلف دي چې لاندې اصول مراعات کړي:

لومړی، د مسلکي محرمیت ساتل
ژباړونکي حق نه لري چې د ناستو او خبرو اترو په اړه له ټاکل شوې غونډې بهر له چا سره خبرې وکړي.

دوهم، روڼتیا او شفافیت
ژباړونکي ژمن دي چې که له ګډونوالو سره کورنۍ یا دوستانه اړیکه ولري، نو هغه به څرګندوي.

دریم، د هر څه ژباړلو مکلفیت
ژباړونکي باید په خونه کې ویل شوې ټولې خبرې وژباړي، حتی هغه خبرې چې تاسو یې د ژباړې غوښتنه نه کوئ.

څلورم، بې طرفي
ژباړونکي باید بې طرفه پاتې شي او په بحث کې د هېچا خوا وانخلي. دوی حق نه لري چې مراجعینو ته مشوره، لارښوونه یا سپارښتنې وکړي او داسې نور.

ژباړونکي د انترپرت د اخلاقي اصولو تابع دي

د مراجع حقونه

د غونډې پر مهال مراجع حق لري چې:

  • د خبرو د بیا ویلو یا بیا تشریح غوښتنه وکړي.
  • دقیق معلومات ترلاسه کړي او د مسلکي کارکوونکي خبرې په سمه توګه درک کړي.
د ټولنیزې ژباړې موخې
  • مهاجرو کسانو ته د عامه خدمتونو او اسانتیاوو ته له تبعیض پرته لاسرسی برابرول او له هغوی سره عادلانه چلند یقیني کول.
  • د معلوماتو سم لېږد تضمینول، د کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي، ژبنیو، عقیدوي او نورو توپیرونو په درک کې مرسته کول.
  • د متقابل تفاهم او یو بل د پوهېدو لپاره مناسب شرایط رامنځته کول.
ساحوي شرايط
  • د کار د ښه ترسره کېدو لپاره، متخصص یا مسئول شخص له ژباړونکي سره د غونډې له پیل مخکې او وروسته لنډه مشوره کوي.
  • متخصص د مرکې یا خبرو اترو مشري کوي او هر ډول ابهام روښانوي.
  • ګډونوال په درې اړخیز ډول (متخصص، مراجع او ژباړونکی) کېني.
  • متخصص د ناستۍ چوکاټ تنظيموي، لکه وخت، ځای، د ناستې ترتیب او د سترګو تماس، او نور اړوند شرایطو ته پاملرنه کوي.
  • ګډونوال باید لنډې، روښانه او ساده جملې وکاروي.
  • ګډونوال باید خپلې خبرې منظمې او په ترتیب سره وړاندې کړي، ترڅو پرله‌پسې ژباړه اسانه شي.

دا اصول مرسته کوي چې خبرې اترې په ښه او مناسب ډول ترسره شي.

د مشورې او مرستې خدمت

ستاسو لپاره یو دایمي خدمت پرانیستی دی.

موخه: مراجعین کولای شي په خپله خوښه له یوه منځګړي یا مشاور سره اړیکه ونیسي ترڅو: معلومات ترلاسه کړي؛ مشوره واخلي؛ اړوندو خدماتو ته ور وپېژندل شي؛ په اداري چارو کې مرسته ترلاسه کړي؛ یا یوازې داسې څوک ومومي چې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي.

عملي معلومات

د پرانیستې وختونه او ژبې

- دوشنبه: له 09:00 څخه تر 12:00 پورې
عربي، کردي (کرمانجي او بادیني)، انګلېسي او ترکي
0795678971

- دوشنبه: له 14:00 څخه تر 17:00 پورې
تیګرینیا، امهاري
0791367826

ځای: Boulevard de Pérolles 55, 1700 Fribourg

یادونه: دا خدمت یوازې د کاریتاس سویس د مراجعینو لپاره ځانګړی شوی دی.